حزب اسلامي: امریکا او د هغوی وسله وال مخالفین دواړه تروریستان دي

کابل ټکی کام
په کابل کې د حزب اسلامي ګلبدین ګوند رالیږل شوي پلاوي مشر انجینر محمد امین کریم له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې تروریستان هغه خلک دي چې دسړک له غاړې بمونه چووي او یا په جوماتونو کې چاودنې کوي او یا هم له هوا څخه کلي بمبار کوي.
هغه په تاکید سره وویل چې امریکا او ددوی وسله وال مخالفین دواړه تروریستان دي، او حزب اسلامي په یوه سیاسي مبارزه باندې باور لري، هغه وویل چې حزب اسلامي قصداً نه غواړي چې د جنګ میدان ته ودانګي، چې دده په اند پدې کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
ده وویل چې ددوی مجاهدینو کله هم په دولتي ځواکونو باندې ډز ندی کړی او که چېرې پر دوی باندې حمله وشي نو دفاع یې کړې ده.
هغه همداشان وویل چې غواړي د ملي حکومت یوه برخه جوړه شي خو شرطونه یې باید ومنل شي.
د یوه سوال په ځواب کې ښاغلي امین کریم وویل چې په دولت کې د حزب اسلامي لوړپوړي چارواکي حزبیان دي او د حزب اسلامي په مشوره کابل کې په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړي له ښاغلي اشرف غني څخه زیاته مننه وکړه او ویې ویل چې د حزب اسلامي په بیا جوړونه کې زیات شوق لري او غواړي چې حزب اسلامي یو ځل بیا سره راټول شي او د دولت په چوکاټ کار وکړي.
هغه زیاته کړه چې د شورا نظار بعضې کسان چې اشاره یې عطاء محمد نور ته وه نه غواړي، حزب اسلامي د روان دولت یو جز واوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button