ولسمشر اردوغان: اسراییلو ته باید د ایران-امریکا د سولې هوکړې شنډولو اجازه ور نهکړل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر’ رجب طیب اردوغان'” ویلي، په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ او همغږي اړینه ده او اسراییلو ته باید اجازه ور نهکړل شي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې احتمالي هوکړه له خطر سره مخ کړي.
ولسمشر اردوغان دغه څرګندونې په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر “شهباز شریف” سره په ګډه خبري غونډه کې وکړي. هغه ټینګار کړی،چې د سیمې د هېوادونو ګډه اراده او همکاري د هر ډول دوامدارې سولې بنسټ جوړوي.
د ترکیې ولسمشر اسراییل د جګړې غوښتونکی وباله او ویې ویل: «اسراییلو ته باید اجازه ور نهکړل شي چې سیمه یو ځل بیا د جګړې او تاوتریخوالي په ډګر بدله کړي.»
نوموړي زیاته کړه، د منځني ختیځ د ثبات او امنیت لپاره باید د دیپلوماسۍ او خبرو اترو ملاتړ وشي او ټول ښکېل لوري د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره رغنده رول ولوبوي.



