جنرال یحیی سریع: که سعودي بیا تېروتنه وکړي، حیاتي زیربناوې به یې په نښه شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبرداری ورکړی، چې که سعودي عربستان یو ځل بیا د دوی پر وړاندې پوځي اقدام یا کومه “تېروتنه” وکړي، د دغه هېواد حیاتي زیربناوې به د دوی د بریدونو هدف وګرځي.
یحیی سریع ویلي، چې یمني ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د ځواب ورکولو بشپړ چمتووالی لري او هر هغه اقدام ته به مناسب غبرګون وښيي چې د یمن امنیت او حاکمیت له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړي د سعودي عربستان له چارواکو وغوښتل چې له هر ډول داسې اقدام څخه ډډه وکړي چې سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو لامل ګرځي.
د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button