د ۱۴۰۵ل کال د کانکور ازموینې پایلې نن اعلانیږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ازموینو ملي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ل کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، شپې پوهنځیو، څوارلسمو ټولګیو، خارجمرز او قومونو او قبایلو د فارغانو د ازموینو پایلې به نن دوشنبه اعلان شي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ل کال کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې ترسره شوې وه چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو پکې ګډون کړی و.
همدارنګه د د جذب د پلان له مخې، ۷۴ زره او ۵۰۰ بریالي داوطلبان به د هېواد بېلابېلو دولتي لوړو زدهکړو مؤسسو ته د زدهکړو لپاره ور وپېژندل شي.
تمه کېږي چې له پایلو تر اعلان وروسته به بریالي زدهکوونکي د شمولیت او نوملیکنې اړوند بهیر هم پیل کړي.



