د ایران او قطر ترمنځ سمندري سوداګریزه لار له پنځه میاشتني ځنډ وروسته بیا پرانېستل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
الجزیرې راپور ورکړی، چې د ایران د دیر بندر او د قطر د الرویس بندر ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد سمندري لار له پنځه میاشتني ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوې ده.
د راپور له مخې، دغه سمندري لار د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې د اغېزو له امله تړل شوې وه، خو اوس د ایران او قطري چارواکو ترمنځ د همغږۍ په پایله کې بیا پرانیستل شوې ده.
ویل کېږي، د جګړې پر مهال د ایران لخوا پر دغې مهمې سمندري لارې څو ځله بریدونه هم شوي وو، چې له امله یې دا مهمه سمندري سوداګریزه لار تړل شوې وه.
همدارنګه قطر ویلي، چې د یادې لارې له بیا فعالېدو سره تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد بهیر بېرته عادي حالت ته راستون شي.



