د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان د اسلامي امارت د زعیم شیخالحدیث هبةالله اخندزاده له لوري منظور شو.
د اسلامي امارت د مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت په وينا، یاد پلان مخکې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی و، چې پکې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د لېږد مزي، سبسټېشنونو او توزیع شبکو ګڼې پراختیايي پروژې شاملې دي.
د مسؤلينو د معلوماتو له مخې، د دغه پلان په پلي کېدو سره به د هېواد د انرژۍ په سکټور کې پراختیا رامنځته شي، د وارداتي برېښنا اړتیا به کمه او د انرژۍ په برخه کې به د ځان بسیاینې لپاره زمینه برابره شي.



