د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: صهیونیستي ریژیم نور د زغم وړ نه دی، نړیواله ټولنه دې عملي اقدام وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” ویلي، چې د صهیونیستي ریژیم له لوري په سیمه کې روان اقدامات او بریدونه داسې پړاو ته رسېدلي چې نور یې نړیواله ټولنه نشي زغملی.
نوموړي ټینګار کړی، یوازې د صهیونیستي ریژیم غندل بسنه نه کوي، بلکې نړیواله ټولنه باید د نړیوالو قوانینو د پلي کېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
فیدان زیاته کړې، که د صهیونیستي ریژیم د ناوړه کړنو د مخنیوي لپاره جدي اقدام ونه شي، په منځني ختیځ کې به بې‌ثباتي لا پسې پراخه شي او د سیمې امنیت به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button