پلازمېنه دمشق کې د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د استوګنې ځای ته څېرمه چاودنې شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د سفر پر مهال د هغه د استوګنې ځای ته څېرمه چاودنې شوې دي. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، مکرون له سیمې وتلی و او له چاودنو خبر نه شو.
د سوریې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او په پېښه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو او د یو شمېر پولیسو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې دمشق د سیاحت وزارت ته څېرمه په دوو چاودنو کې ۱۸ کسان ټپیان شوي چې څلور تنه یې پولیس دي.
د وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو دوه چاودېدونکي توکي کشف کړي وو چې د شنډولو د عملیاتو پر مهال وچاودېدل. سرچینې وايي، لومړی توکی په یوه ولاړ موټر او دوهم د کثافاتو په یوه لوښي کې ځای پر ځای شوی و.



