ایراني ځواکونو بحرین او کوېټ کې د امریکا پر اډو د بریدونو لړۍ پیل کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسدران” د امریکا له وروستیو هوايي بریدونو وروسته، په بحرین، کوېټ او یو شمېر نورو عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د بحرین او کویټ په ګډون په ځینو هېوادونو کې د امریکا اړوند پوځي تأسیسات په نښه شوي او د هوايي دفاع سیستمونه هم فعال شوي دي. ځینو هېوادونو د توغندیو او ډرونونو د شنډولو خبر ورکړی، خو د زیانونو او مرګژوبلې په اړه بشپړ معلومات لا نه دي خپاره شوي.
دا بریدونه وروسته له هغه ترسره کېږي چې امریکا د ایران پر پوځي اهدافو پراخ بریدونه وکړل. د دغو متقابلو بریدونو له امله په سیمه کې د جګړې د پراخېدو او امنیتي وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.



