کابل کې د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په پانګونې د دوو سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې تایید شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوې.
د طرحو له مخې، په منډوي سیمه کې به ظاهر شاهي مارکېټ د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په پانګونې سره په اتو پوړونو کې جوړ شي، چې لسګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
بل سوداګریز مارکېټ به هم په همدې ناحیه کې په پنځو پوړونو کې جوړېږي.



