ملګري ملتونه: له افغانستان سره د اقتصاد، کرنې او زیربناوو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له چارواکو سره په کتنه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي هم ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، الکساندر ډي کرو ویلي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او همکار بنسټونه چمتو دي چې له افغانستان سره د اقتصادي نظام، سوداګرۍ، زېربناوو، کرنې او اوبو لګولو په برخو کې همکارۍ وکړي.



