ملي پراختیا شرکت: پروان کې د سمنټو نوې کارخونه به هره ورځ ۵ زره ټنه تولید ولري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ملي پراختیا شرکت ویلي، د پروان د جبل السراج د سمنټو دویمه ستره کارخونه په عصري او نړیوالو معیارونو طرحه شوې چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې به د ۵ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

د دغه شرکت په وینا، د کارخونې د جوړولو او تمویل ټول لګښت به د ملي پراختیا شرکت له لوري ورکول کېږي او د کلینکر تولید، د سمنټو پروسس او بسته‌بندي به په هېواد دننه ترسره کېږي.

ملي پراختیا شرکت زیاتوي، د دې کارخونې په فعالېدو سره به د سمنټو پر وارداتو تکیه کمه، د ودانیز سکتور اړتیاوې پوره، کاري فرصتونه زیات او د هېواد صنعتي ظرفیت پیاوړی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button