ملا عبدالغني برادر: نړیوالې مرستې دې له بشري برخې پراختیايي پروژو ته واوړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

کابل ـ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر برهم صالح سره په کتنه کې د افغان کډوالو وضعیت، له راستنېدونکو سره د مرستو او راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ملا برادر د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوالې مرستې باید پراختیايي برخو ته واړول شي، څو راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شویو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو او کارموندنې اسانتیاوې برابرې شي.

بلخوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهم صالح د افغانستان د پراختیايي هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان لپاره به د نړیوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو د جلبولو لپاره خپلې هڅې دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button