یمني ځواکونه سعودي ته: د محاصرې د دوام په صورت کې به مو هوايي ډګرونه او حیاتي اهداف په نښه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
یمني ځواکونو خبرداری ورکړی، چې که سعودي عربستان یمن ته د ایران د ملکي الوتنو د مخنیوي او د صنعا د هوايي حریم د محاصرې هڅو ته دوام ورکړي، نو دوی به د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او نور حیاتي اهداف په وچه او سمندر کې په مستقیم ډول په نښه کړي.
د یمني ځواکونوویاندجنرال “یحیی سریع” په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي،چې د دوی هوايي دفاع په صنعا نړیوال هوايي ډګر کې له هغو سعودي جنګي الوتکو سره مقابله کړې چې غوښتل یې د ایراني الوتکو د ښکته کېدو مخه ونیسي.
د نوموړي په وینا، یادو ایراني الوتکو د خامنه ای د جنازې مراسمو کې د یمني پلاوي غړي تهران او عراق ته د ليږدل.
سریع ټینګار کړی، چې د یمن د هوايي حریم د محاصرې هر ډول دوام به له مناسب او مستقیم غبرګون سره مخ شي. تر اوسه سعودي عربستان د دغو ادعاوو او خبرداریو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button