مهاجر فراهي ټرمپ ته: بګرام یوازې خوب کې نیولی شئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر “مهاجر فراهي” د امریکایي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو امریکا به بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي.
فراهي ویلي، ټرمپ به بګرام یوازې په خوب کې وویني او ټینګار یې کړی چې بګرام هوايي اډه په بشپړ ډول د اسلامي امارت تر واک لاندې ده او د ده په وینا، همداسې به د دوی تر کنټرول لاندې پاتې شي.
بګرام هوايي اډه د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له مهمو پوځي مرکزونو څخه وه. دغه اډې شاوخوا شل کاله د امریکايي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې مهم رول درلود او په ۲۰۲۱م کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالب ځواکونو لاس ته ولوېده.
ډونالډ ټرمپ په وروستیو میاشتو کې څو ځله ویلي چې امریکا باید د بګرام هوايي اډه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، په ځانګړې توګه چین او ایران ته د نږدېوالي په خاطر، ساتلې وای او باید بېرته یې ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button