کندهار ـ هرات پر لویه لار د یو میلیارد او ۵۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د کندهار ـ هرات لویه لار پر مسیر د ۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د یو میلیارد او ۵۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د راپورونو له مخې، دغه پروژه د د ټولګټو وزارت له ځانګړې پراختیايي بودجې تمویلېږي او د هلمند د ټولګټو ریاست له لوري به عملي کېږي.
د پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال د ګرشک ولسوالۍ مرستیال شرافت ویلي، اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیارغونې او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د رغنیزو او پراختیايي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.



