د ایران د پارلمان غړی: امارات به د امریکا له بریدونو سره د همکارۍ درنه بیه پرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېټې غړي “اسماعیل کوثري” د هغو ادعاوو په غبرګون کې، چې ګواکې متحده عربي اماراتو د ایران پر زېربناوو د امریکا په وروستیو بریدونو کې پټه همکاري کړې، سخت غبرګون ښودلی دی.
کوثري ویلي، متحده عربي اماراتو د دغو اقداماتو له لارې ځان د ایران د دښمنانو ترڅنګ درولی او باید پوه شي چې له واشنګټن سره د هر ډول همکارۍ بیه به ورته ډېره درنه تمامه شي.
هغه ټینګار کړی، که د ایران پر ضد هر ډول دښمنانه اقدام د سیمې له هر هېواد څخه ترسره شي، تهران به یې مناسب او پرېکنده ځواب ورکړي.
تر اوسه متحده عربي اماراتو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د ایران له لوري هم د دغې ادعا لپاره کوم کره شواهد نه دي وړاندې شوي.



