د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۵۴۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې تېره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو ټولټال ۵۴۴ افغان کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۸۶۰ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له لوري ۷۲۴ کورنۍ، چې ۳۸۱۵ غړي یې درلودل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښتونو لپاره ورته له درې میلیونه افغانیو څخه زیاته مالي مرسته ورکړل شوې ده.
همدارنګه، له ۶۲۱ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې او د روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونو ترڅنګ ۵۵۷ سیمکارتونه هم پر کډوالو وېشل شوي دي.


