کورنيو چارو وزارت: د نشه يي توکو په تړاو ۳۲ کسان ونیول شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت ویلي، چې ځانګړو ځواکونو یې د بېلابېلو عملیاتو او اقداماتو په ترڅ کې د کندهار، ننګرهار، کندز، لغمان او پنجشېر ولایتونو څخه ۳۲ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، له نیول شویو کسانو څخه یو کیلو ګرام چرس او ۶۵۵ دانې نشه يي ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.



