لغمان کې ۴۰ کلنه دښمني په سوله او پخلاینه پای ته ورسېده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ګلارام په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د ماشومانو پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله پیل شوې او یو تن پکې وژل شوی و، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، ځایي علماوو او قومي مشرانو په هڅو پای ته رسېدلې ده.
د چارواکو په وینا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي نورالهادي چپاو او قومي مخورو د دواړو کورنیو ترمنځ د سولې او پخلاینې خبرې ترسره کړې، چې په پایله کې دواړو لوریو د دوستۍ او یووالي پرېکړه وکړه او د تل لپاره یې خپله دښمني پای ته ورسوله.


