ننګرهار: پچیراګام کې د ټرافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه او ۸ نور ټپیان شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د مرغۍ سیمې کې د ملکي وګړو یو ډاټسن ډوله موټر اوښتی، چې له امله یې شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د پچیراګام ولسوال قاري الله ګل شعیب ویلي، په مړو شویو کسانو کې څلور مېرمنې او دوه نارینه شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button