د بغلان ډنډشهاب الدین سیمه کې درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د بغلان ولایت څخه خبري سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د پلخمري په ډنډشهاب الدین سیمه کې د طالبانو او افغان عسکرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

دغه جګړه چې تېره شپه ۲ بجې پيل شوه، د ماسپښین تر ۲ بجو پورې یې درې بېسونه د طالبانو لاسته ولوېدل، مازدیګر یې د اکاخیلو په نوم یو بل بېس هم ونیوو.

طالبان وایي، چې افغان عسکرو، پولیسو او اربکیانو په سیمه کې خپل مورال له لاسه ورکړی دی، او خپل مرکزونه په پرلپسې توګه له لاسه ورکوي.

طالبان زیاتوي، چې د ۲ عرادې ټانګونو د له منځه وړلو تر څنګ یې ۱۱ تنه عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له قوله چې جګړه لا هم دوام لري، او دا مهال د ګوډانو نومي سیمې ته په پرمختګ کې دي.

له بلې خوا یوه ځايي حکومت پلوه سرچینه وایي، چې ډنډ شهاب الدین سیمه یو ځل بیا د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

دغه سرچینه وايي، چې جګړه له نیمې شپې څخه پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې ۶ پولیس وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې ده، چې د بغلان پولیس د شپې پر مهال له مرکزي دولت څخه د تازه دمې قوې غوښتونکي شوي دي، خو امنیتي ځواکونه د دوی د مرستې لپاره ونه رسېدل، او له دغې سیمې څخه یې عقب نشینې وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button