
فیض الله ذکي ته د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال دنده ورکړل شوې
کابل ټکی کام ۱۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
یوې دولتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي، چې فیض الله ذکي ته د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال دنده ورکړل شوې ده.
دغه سرچینې وویل، چې فیض الله به سبا د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې دغه ادارې ته وروپېژندل شي، او په خپله دنده به کار پیل کړي.
فیض الله ذکي چې د جنبش دوستم ملېشې غړیتوب هم لري، د ازبک قوم دی.
نوموړی همدا راز په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت د خلکو استازی هم وو.
د یادولو ده، چې په افغان حکومت کې دوستمي ازبک ملېشه پراخ حضور لري، او ګڼ لوړ پوسټونه د دوی سره دي.



