یمني ځواکونو سعودي کې مهم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د ابها نړیوال هوايي ډګر او ځینې نور اهداف یې د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی.
د یمن د وسله‌والو ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شو چې په وینا یې سعودي جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ د صنعاء نړیوال هوايي ډګر څو ځله بمبار کړ او هڅه یې وکړه چې د بشري مرستو او د ناروغانو د لېږد رالېږد مخه ونیسي.
اعلامیه زیاتوي چې یمني ځواکونو د سعودي هوايي برید پر مهال له جنګي الوتکو سره هم مقابله کړې او وروسته یې د غبرګون په توګه د ابها نړیوال هوايي ډګر په ګډون ځینې اهداف د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله هدف ګرځولی، چې د دوی په وینا، ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب سره ویشتلي دي.
د یمن وسله‌والو ځواکونو سعودي عربستان د دې بریدونو د پایلو بشپړ مسئول بللی او خبرداری یې ورکړی چې تر هغه وخته چې د صنعاء نړیوال هوايي ډګر محاصره پای ته نه وي رسېدلې، د سعودي د هوايي حریم له کارولو څخه دې د هوايي چلند ټول شرکتونه ډډه وکړي.
په اعلامیه کې همداراز د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د مننې یادونه شوې او ادعا شوې چې ایران د صنعاء نړیوال هوايي ډګر ته د بشري الوتنو په ترسره کولو کې مرسته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button