ایراني پوځ: امریکا ته به هېڅکله د هرمز تنګي د مدیریت اجازه ورنه کړو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله والو ځواکونو د “خاتم الانبیاء” مرکزي قرارګاه اعلان کړی، چې امریکا ته به په هېڅ شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې د هرمز تنګي په مدیریت کې لاسوهنه وکړي.
د یادې قرارګاه لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «موږ به نه اوس او نه هم په راتلونکي کې، په هېڅ ډول امریکا ته اجازه ورنه کړو چې د هرمز تنګي په مدیریت کې مداخله وکړي.»
د ایران د پوځ دغه دریځ داسې مهال څرګندېږي چې په وروستیو کې د سیمې امنیتي وضعیت او د هرمز تنګي د امنیت د دغې مهمې نړیوالې سمندري لارې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button