جنرال یحیی سریع د سعودي لخوا پر صنعا هوايي ډګر برید د اوربند پړاو پای ته ورساوه؛ غچ به یې اخلو

کابل ټکی کام (دوشنبه،۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه بیړني خبري کنفرانس کې ویلي، چې د سعودي عربستان له لوري پر صنعا نړیوال هوايي ډګر برید د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند پړاو پای ته رسولی او ریاض به د خپلو اقداماتو پایلې وویني.
د نوموړي په وینا، سعودي عربستان باید دا تصور ونه لري چې پر یمن به یې بریدونه بې له ځواب او سزا پاتې شي.
د یمني پوځ ویاند ټینګار کړی، چې د سعودي هر ډول نوی پوځي اقدام به له مناسب او قاطع غبرګون سره مخ شي او د شخړې د پراخېدو مسؤلیت به د ریاض پر غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button