د ایران-امریکا جګړه؛د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر ترکیې ته تللی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر “مارشال عاصم منیر” د یوه لوړپوړي پوځي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره ترکیې ته رسېدلی دی.
د پاکستان د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړي ته د ترکیې د پوځي او حکومتي چارواکو لخوا تود هرکلی ویل شوی دی.
ټاکل شوې چې عاصم منیر به د خپل سفر پر مهال د ترکیې له لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو، دوه‌اړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر روانو تحولاتو خبرې وکړي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړېکو څانګې ISPR د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د عاصم منیر د سفر اصلي لامل د تهران-واشنګټن ترمنځ د روانې شخړې د حل په موخه له ولسمشر اردغان او نورو لوړ روتبه ترکي چارواکو سره سلا مشورې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button