مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۹۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا له لارو ټولټال ۷۹۰ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۱۰۰ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د راستنېدونکو کډوالو ډېره برخه د تورخم له لارې هېواد ته داخله شوې ده.

د کمېسیون په وینا، ۷۷۲ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښتونو لپاره ورته څه باندې څلور میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

همدارنګه له ۷۹۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ۷۵۰ سیمکارتونه له فعالو بستو سره ووېشل شول او راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي او نور اړین خدمات هم وړاندې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button