بلخ کې د نفتي توکو د کیفیت پرمختللی لابراتوار فعال شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

په بلخ ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د کیفیت ارزونې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او فعال شوی دی. د مسوولینو په وینا، دغه لابراتوار په ۳۶ پرمختللو وسایلو سمبال دی او د نړۍوالو معیارونو له مخې د پټرولو، ډیزلو، موبیلو او د الوتکو د سون توکو کیفیت ارزوي.

چارواکي وایي، د دغه مرکز په فعالېدو سره به د ټیټ کیفیت لرونکو نفتي توکو د وارداتو مخه ونیول شي او د بهرنیو لابراتوارونو اړتیا به راکمه شي. د نفتي توکو سوداګر هم وایي، چې اوس د تېلو د کیفیت ازموینې پایلې د څو ورځو پر ځای په دوو تر درېیو ساعتونو کې ترلاسه کولی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button