ملا امير خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د کونسلي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له مرستیال وحید جلالزاده سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کونسلي خدمتونو، دوه اړخیزو اړیکو او سرحدي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې مولوي امیر خان متقي ویلي، د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا په حال کې دي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اتباعو ته کونسلي خدمتونه باید لا اسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.
بل لوري ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وحید جلالزاده د کونسلي همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې روانې خبرې به د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کونسلي چارو د ښه تنظیم او اسانتیاوو د زیاتېدو لامل شي.


