امریکایي اشغالګرو د ایران پر بندرعباس، لارک او کنارک سیمو درانه بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې امریکایي اشغالګرو د ایران د هرمزګان ولایت په بندرعباس، لارک ټاپو او کنارک سیمو باندې یوځل بیا درنې بمبارۍ کړې دي.
ایراني رسنیو د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله ویلي، په بندرعباس کې څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او هممهاله پر لارک او کنارک سیمو هم توغندیز بریدونه شوي دي.
د ویلو ده، چې د دغو بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه هم تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button