سپاه پاسداران ځواکونو هرمز تنګي کې د امریکا MQ-1 بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې د دغه هېواد هوايي دفاع ځواکونو د هرمز تنګي په سیمه کې د امریکا یوه MQ-1 بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د سپاه پاسداران د ادعا له مخې، دغه امریکایي الوتکه د ایران هوايي حریم ته د نږدې کېدو پر مهال د هوايي دفاع له لوري په نښه او نسکور شوی دی.
تر اوسه د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د پېښې د خپلواکې تأیید په اړه هم کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په دوام، هرمز تنګی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي سیالیو له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي.



