العربیه: د ایران کروز توغندیو د هرمز تنګي سوېل کې دوه تیل لیږدونکې بېړۍ په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
العربیه فارسي ادعا کړې، چې د ایران کروز توغندیو د هرمز تنګي په سوېلي مسیر کې دوه نفت‌لېږدوونکي بېړۍ په نښه کړي دي.
د خپرې شوې ویډیو او راپور له مخې، له برید وروسته په یادو ټانکرونو کې پراخ اور لګېدلی او لوګي ترې پورته کېږي.
تر اوسه د دغې ادعا په اړه د ایران رسمي غبرګون نه دی خپور شوی او د بریدونو د مرګ‌ژوبلې، زیانونو او د ټانکرونو د هویت په اړه هم کره معلومات نشته.
یادونه: دا خبر د العربیه فارسي د خپاره کړي راپور پر بنسټ ترتیب شوی او کابل ټکی کام په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو د کره‌والي پخلی نه شي کولای.

مربوطه مطالب

Back to top button