د روسیې او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره لیدنه؛ له سلو ډېر روسي سوداګر افغانستان ته د سفر لېوالتیا لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مشر سید کریم هاشمي د روسیې او قزاقستان له ګډ سوداګریز پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو، اقتصادي او پانګه‌اچونې همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د افغانستان د کانونو، کرنې او صادراتي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او روسي او قزاقستاني پانګه‌وال یې د کانونو، صنعتي تولید او پروسس په برخو کې پانګونې ته وهڅول.
هاشمي د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا، د مخامخ سوداګریزو غونډو او د همکاریو د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک وړاندیز هم کړی دی.
بلخوا، د روسیې د سوداګریز پلاوي استازو ویلي، د افغانستان د پانګه‌ونې او سوداګرۍ فرصتونو ته د روسي سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې او له سلو څخه زیات روسي سوداګر او پانګه‌وال غواړي افغانستان ته سفر وکړي او له افغان سوداګرو سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button