سپاه پاسداران د تېرې شپې بریدونو ته غبرګون کې په کوېټ او بحرین کې د امریکا مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، چې د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې یې په کوېټ او بحرین کې د امریکا مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د سپاه پاسداران په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه عملیات د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله د امریکا یو شمېر پوځي مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي او خپل ټاکلي اهداف یې په نښه کړي، خو د زیانونو او احتمالي مرګژوبلې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.



