کندهار کې د طبي اکسیجن د تولید نوې فابریکه پرانېستل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوالي ویلي، چې د کندهار په میرویس روغتون کې د طبي اکسیجن د تولید یوه نوې فابریکه پرانېستل شوې ده.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه فابریکه د سویلي اسیا لپاره د یونیسف د سیمه‌ییز مدیر سنجي ویجسکرا په ملتیا او کندهار ته د وروستي سفر پر مهال پرانېستل شوه.
د یونیسف په وینا، د طبي اکسیجن دغه فابریکه به د نوې زېږېدلو ماشومانو، کوچنیانو، میندو او د بېړنیو څانګو ناروغانو لپاره اړین اکسیجن برابر کړي او د کندهار او شاوخوا سیمو د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button