مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۶۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۱۲۰۰ نورو کورنیو ته د ځمکو نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا له لارو ۷۶۲ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۳۹۶۵ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، ۷۳۰ کورنۍ چې ۳۸۶۲ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شوې او همدارنګه له ۶۱۸ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې، ۸۱۱ سیمکارتونه پر کډوالو وېشل شوي او روغتیايي او نور اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.
بلخوا د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۱۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشلې دي، چې په دې سره د وېشل شویو نمرو ټولیز شمېر ۵۹ زره او ۵۴۸ ته رسېدلی دی.



