په کابل کې د غیبي بابا ښارګوټي څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه امارتي وپېژندل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د امارتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د کابل ښار د غیبي بابا ښارګوټي د ۱۰۴۲ جریبه ځمکې اسناد او مدارک تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې له دې جملې ۵۳۲ اعشاریه ۱۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.

یاده ځمکه د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون تر مخکنۍ څېړنې وروسته یې دوسیه ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.

د محکمې د موندنو له مخې، دغه ځمکه په څلورو کادستري ټوټو کې د دولت په نوم سروې او ثبت شوې ده.

ځانګړې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بشپړې ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې یاده ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button