غزني کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو پروژه ۳۵ سلنه بشپړه شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د جوړولو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د غزني فرعي سیندیزې حوزې د ولاړو اوبو رئیس او تخنیکي ټیم د یادې پروژې له چارو څخه څارنه کړې ده.

یاده پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیايي بودجې له لارې د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۸۰ زره متر مکعب اوبه ذخیره کړي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د سېلابونو د کنټرول په برخه کې به مرسته وکړي. د پروژې له لارې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button