افغانستان تېر کال ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان تېر کال شاوخوا ۲۹۰ زره ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې چې ارزښت یې ۱۴۱ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، افغان مېوې هند، قطر، متحده عربي اماراتو، منځنۍ اسیا، روسیې او اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

د معلوماتو له مخې، مڼې د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د تازه مېوو د صادراتو په سر کې دي او ورپسې انګور او انار ځای لري.

 سوداګر وایي، اوس افغان مېوې د پاکستان تر څنګ نورو نړیوالو بازارونو ته هم صادرېږي، بلخوا د هرات چارواکي وایي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۵۳ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button