افغانستان او هند د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ګډې کمېټې څلورمه ناسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب ترسره شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس شعیب بریالي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو رییس انند پرکاش د خپلو پلاوو په مشرۍ ګډون کړی و.

په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ویزو د اسانتیاوو، د سوداګریزو ستونزو د حل او د صادراتو او وارداتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

دواړو لورو ټینګار وکړ چې د متقابلو همکاریو د پراخولو او د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره به خپلې ګډې هڅې دوامداره ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button