کوېټ کې افغان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب د قطر د پخواني امیر د مړینې له امله د تعزیت پیغام ثبت کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په کوېټ کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت اعلان کړی، چې د دغه سفارت سرپرست “مولوي محمد شفیق خطیب” په کوېټ کې د قطر سفارت ته ورغلی او د قطر د پخواني امیر، مرحوم شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې له امله یې د تعزیت په پرانیستي کتاب کې د غمرازۍ پیغام ثبت کړی دی.
د معلوماتو له مخې، مولوي محمد شفیق خطیب د قطر له سفیر علي بن عبدالله زیدال محمود سره د لیدنې پر مهال د قطر مشرتابه، د مرحوم امیر کورنۍ او د هغه هېواد ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي د مرحوم شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني روح ته د مغفرت دعا وکړه او د هغه کورنۍ او د قطر ولس ته یې د جمیل صبر او زغم هیله څرګنده کړه.
د اسلامي امارت سفارت ویلي، افغانستان او قطر د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې لري او په ورته غمجنو شیبو کې د یو بل ترڅنګ درېدل د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو څرګندونه کوي.



