په اوو ولایتونو کې د ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی ویلي، د اترا ادارې د ټولیز لاسرسي صندوق د یوولسمې پروژې له بودجې څخه د یو اعشاریه یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون له اټوما، اتصالات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو سره لاسلیک شوی دی. د نوموړي په وینا، د دغو پروژو موخه لرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو رسول دي.

د تړون له مخې، اته مخابراتي سایټونه به د اټوما شرکت، دوه به د اتصالات شرکت او یو به د افغان بیسیم له لوري جوړ شي چې د تخار د خواجه غار او د خوست د تڼیو ولسوالۍ په ګډون به په بېلابېلو سیمو کې فعالېږي.

 د مخابراتو وزارت زیاتوي، تر دې وړاندې د ټولیز لاسرسي د لسمې پروژې له لارې د ۵۵۰ مخابراتي انټنونو له ډلې ۴۰۰ بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور یې د پلي کېدو په حال کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button