کویټ کې پر امریکایي اهدافو د ایران بریدونه؛ د چاودنو غږونه عراق کې هم اورېدل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري، له کویټ څخه د پرلهپسې چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د تېرو څو ساعتونو راهیسې د چاودنو غږونه په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوي او ویل کېږي چې د ځینو غږونو انعکاس د عراق ته هم رسېدلی دی.
ایران ادعا کړې چې په کویټ، بحرین او اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي، خو تر اوسه د دغو ادعاوو د زیانونو او تلفاتو په اړه خپلواکه او بشپړ تایید شوې معلومات نه دي خپاره شوي. چارواکي د وضعیت د څارنې خبر ورکوي او سیمه لا هم د لوړې پوځي تیارسۍ په حالت کې ده.



