ایراني ځواکونو په کویت، بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
وروسته له هغه چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) په ایران کې د تازه بریدونو خبر ورکړ، ایراني ځواکونو اعلان کړی چې د غبرګون په توګه یې په کویت، بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او د بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ویلي چې یاد بریدونه د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په ځواب کې ترسره شوي او د امریکا اړوند پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.
تر اوسه د امریکا پوځ د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو سیمه‌ییز وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي او د نورو پوځي پرمختګونو احتمال شته.

مربوطه مطالب

Back to top button