بهرنیو چارو وزارت: د کوکنارو د کښت د منع فرمان پلي کول د ټولنې روغتیا او د هېواد پرمختګ لپاره مهم دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د امیرالمؤمنین د ۳۱مې ګڼې فرمان د تشریح او تبیین غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د وزارت رئیسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و. ویناوالو د یاد فرمان پر موخو، د نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت پر پالیسۍ، او د فرمان پر حقوقي، ټولنیزو او نړیوالو اړخونو رڼا واچوله.

د وزارت مالي او اداري مرستیال وویل، د نشه‌يي توکو مخنیوی د ټولنې ګډ مسئولیت دی او هر وګړی باید د عامه پوهاوي په برخه کې خپله ونډه ادا کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د فرمان بشپړ تطبیق د ټولنې د روغتیا، امنیت او سوکالۍ ترڅنګ د هېواد د پرمختګ، نړیوال اعتبار او د قانون د حاکمیت په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري او له ټولو ادارو او هېوادوالو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه او د فرمان عملي پلي کول په جدي ډول تعقیب کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button