سمنګان کې له ۳.۷ میلیونه جریبه ډېر عامه څړځایونه ثبت شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون ویلي، په سمنګان ولایت کې یې له درې میلیونه او ۷۰۸ زره جریبو ډېر عامه څړځایونه تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت کړي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه څړځایونه د سمنګان په مرکز او د ایبک، حضرت سلطان، خرم، سرباغ، فیروز نخچیر، روی دو آب، دره صوف بالا، دره صوف پایین او خلم ولسوالیو کې موقعیت لري، چې د ټاکل شوي پلاوي له خوا تر څېړنې وروسته ثبت شوي دي.

کمېسیون ویلي، له ثبت شویو څړځایونو څخه څه باندې درې میلیونه او ۳۳۰ زره جریبه لا هم په طبیعي حالت کې پاتې دي، خو شاوخوا ۳۷۸ زره جریبه یې په کرنیزو ځمکو، استوګنیزو سیمو او نورو تاسیساتو بدلې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button