ننګرهار کې ۱۳ ولسوالیو ته د عمومي روغتونونو جوړولو لړۍ پیلېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو چارې پیلېږي، چې له لارې به یې د ولسوالۍ په کچه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امینالله شریف ویلي، د دې لړۍ لومړني ګامونه د سپینغر ولسوالۍ څخه اخیستل شوي او د رغزې کلي د رحیمدادخېلو قوم له لوري پنځه جریبه ځمکه د روغتون جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ډېر ژر به په سپینغر کې د عمومي روغتون عملي چارې پیل شي او وروسته به په نورو ۱۲ ولسوالیو کې هم د روغتونونو لپاره ځمکه ځانګړې او د جوړولو چارې پيل شي. دا پروژه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو د منظور شوي پلان برخه ده.



