نورستان کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې؛ د پارون ښاروال په ګډون ۱۲ تنو جسدونه موندل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سختو سېلابونو له امله د ژغورنې او پلټنې عملیات دوام لري.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې تر اوسه د پارون ښاروال په ګډون د ۱۲ قربانیانو جسدونه موندل شوي او د نورو مفقود شویو کسانو د لټون هڅې روانې دي.

ځايي سرچینو په لومړنیو معلوماتو کې د سېلابونو له امله د ۴۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی، خو چارواکو تر اوسه دا شمېر نه دی تایید کړی.

د راپورونو له مخې، د پارون ښاروال له خپلو همکارانو سره د سېلابونو پر مهال نادرکه شوی و او ژغورونکي لا هم د پاتې قربانیانو د موندلو هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button