د یمن وسلهوالو ځواکونو پر سعودي د سمندري تګ راتګ بندیز اعلان کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې د “محاصرې په بدل کې محاصره” د معادلې له مخې یې پر سعودي عربستان سمندري بندیز لګولی او ویلي یې دي چې دغه بندیز له همدې شېبې نافذ شوی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د یمن خلک حق لري چې د محاصرې پر وړاندې په محاصرې او د هر اړخیز کړکېچ پر وړاندې په هر اړخیز غبرګون ځواب ورکړي.
اعلامیه زیاتوي، د یمن وسلهوال ځواکونه د ټولو انتخابونو لپاره بشپړ چمتووالی لري او که سعودي عربستان هر ډول پراخ پوځي کړکېچ رامنځته کړي، نو له سخت او پراخ ځواب سره به مخ شي.
همداراز د یمن وسلهوالو ځواکونو د خپل هېواد له خلکو غوښتي چې عمومي بسیج او پراخ ولسي چمتووالی ته دوام ورکړي، د ټولو احتمالي سناریوګانو لپاره ځانونه چمتو وساتي او د جبهو ملاتړ د جنګیالیو په استولو سره پیاوړی کړي.



